په ارزګان ولایت کې واکسینران وايي چې د دوی د معاش په څلورو کې درې برخې وسله والو طالبانو ته ورکول کېږي.
په ترینکوټ کې واکسینرانو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې پخوا یې ۸ زره افغانۍ معاش ترلاسه کاوه، خو اوس ۳ زره ورکول کېږي ځکه چې مسوولان د دوی د معاش ۵ زره نورې وسلهوالو طالبانو ته ورکوي چې د واکسین مخه ونه نیسي.
په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.