په غزني کې د وژل شویو او ټپیانو پر کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې

په غزني کې د جګړو د ۱۲۴ قربانیانو له کورنیو سره تر نهه میلیونه د زیاتو افغانیو نغدي مرستې وشوې.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، د مرکزي دولت له لوري د محلي ادارې په لاس د ۱۲۴ وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

وحیدالله کلیمزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دغه مرستې به دوام ولري، موږ ټول تعقیبوو او هر چا ته چې د جګړې په وخت ځاني زیان رسېږي د هغوی فورمونه جوړېږي، مرکز ته استول کېږي او بیا به له دوی سره نغدې مرستې کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې غزني د هېواد له ناامنه ولایتونو څخه دی چې د سختو جګړو له امله هره میاشت په کې د امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترڅنګ لسګونه ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.