د اوکراین دفاع وزارت د خپلې یوې جنګۍ جېټ الوتکې د لوېدو په اړه څېړنه کوي.
په دې پېښه کې د اوکراین د هوايي ځواکونو یو پیلوټ وژل شوی دی.
الوتکه پرون، شنبه د ډسمبر۱۵مه، غورځېدلې ده.
د اوکراین پوځ ویلي چې یوې جېټ الوتکې یې نا څرګندو عواملو له مخې، د ناستې په وخت کې سقوط کړی دی.