قریشي: پاکستان تل د اړتیا په وخت کې د افغانستان څنګ ته درېدلی

شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان تل د اړتیا په وخت کې د افغانستان څنګ ته درېدلی دی.

قریشي پر ټوېټر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته لیکلي، وبه ګورئ چې موږ به بیا هم ستاسو په څنګ کې ولاړ یو.

قریشي د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخېزه غونډه کې د ګډون لپاره پرون شنبه د ډسمبر ۱۵مه، کابل ته تللی و.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د سیاسي اعتماد پر پېدا کولو او سیمه‌ییز امنیت خبرې شوې دي.

شاه محمود قریشي کابل ته تر تګ وروسته، پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان په خوشحالۍ کې د ټولو ګډه خوشحالي نغښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې سبا، دوشنبه به د امریکا او طالبانو استازي د افغانستان د سولې په اړه خبرو ته کښېنوي.