ولادیمیر پوتین ویلي چې رپ موسیقي باید کنټرول شي

آرشیف

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ویلي چې رپ موسیقي باید کنټرول شي.

پوتین دا خبر پرون، شنبه د ډسمبر۱۵مه، په فرهنګي چارو کې له خپلو سلاکارانو سره په کتنه کې کړې ده.

هغه له دې هم اندېښنه څرګنده کړې چې د روسیې په ځوانانو کې د رپ موسیقي علاقه زیاته شوې ده.

ولسمشر پوتین په کرملین کې په دې غونډه کې ویلي چې رپ موسیقي پر درېیو ټکو ولاړه ده او هغه جنسي مسایل، مخدر مواد او اعتراضونه دي.

په وروستیو کې د روسیې حکومت په هغه هېواد کې د رپ موسیقي د یو شمېر پېژندل شویو سندرغاړو کنسرت لغو کړ.

د زیاتو څارونکو په باور دا کار د دې لپاره وشو چې هغو سندرغاړو د روسیې د ځوانانو د اقتصادي ستونزو او سیاسي ناامیدي په اړه سندرې بللې.