نوروزي: خوستیان دې تجارتي معاملو کې یوازې افغانۍ وکاروي

د خوست خلک تر دې وروسته یوازې د افغانستان په بانک نوټونو تجارت کولای شي.

د خوست امنیه قوماندان، مل پاسوال اختر محمد نورزوي پرون شنبه د ډسمبر۱۵مه، خوستیانو ته وویل چې په ورځینو تجارتي معاملو کې دې یوازې له افغانۍ کار اخلي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې له دې پرېکړې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

په خوست کې له تېرو تقریباً درېیو لسیزو راهیسې ټولې ورځنۍ تجارتي معاملې په پاکستانۍ روپۍ «کلداره» کېږي.

د خوست یو شمېر سوداګرو اندېښنه څرګنده کړې چې که د پاکستانۍ روپۍ ځای په مارکېټ افغانۍ ونیسي، مالي تاوان به ورته ورسېږي.