اشرف غني له وانګ یي د سولې د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا مرسته غوښتې

ولسمشر محمد اشرف غني د چین د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې د سولې د سیمه ییزې اجماع په لا پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې چې نن یې په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و، وروسته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، زېربنا، سوداګرۍ او انکشاف په برخو کې د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار کړی.

ارګ په یوې خبرپاڼې کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي:

"پاکستان په طالبانو خپل اغېز لري او چین به ورڅخه وغواړي چې له دغه اغېزه په استفادې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي."

ارګ په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم کتلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، ترورېزم سره پر ګډې مبارزې او د ترورېزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو د تفاهم پر یاداشت بحث او خبرې وشوې.