د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته زیات شمېر شکایتونه ثبت شوي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په زیات شمېر کې شکایتونه ثبت شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له دویم ځل ثبت شویو شکایتونو او له څېړنې یې ښکاري چې د انتخاباتو په لومړنیو اعلان شویو پایلو کې به بدلون راشي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتونو کې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په زیات شمېر کې شکایتونه ثبت شوي دي.

علي رضا روحاني

ده وویل:

"په ولایتونو کې زیات شمېر شکایتونه ثبت شوي او د زیاتوالي په حال کې دي، څېړنې پيل شوي، بیا هم وایم چې شکایتونه نسبت زیات دي، احتمال شته چې د لومړنیو پایلو په نتایجو تاثیر واچوي او په وروستیو پایلو کې بدلون راشي."

خو دا چې په څومره شمېر کې شکایتونه ثبت شوي، ښاغلي روحاني یې په اړه زیات جزیات ور نه کړل.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او د کمېسیون د چارواکو په وینا، ممکن نورې پایلې هم ژر اعلان شي.

د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته یو شمېر کاندیدانو او د انتخاباتو د څار بنسټونو په دې اړه شکایتونه وکړل او لومړنۍ پایلې یې له تقلب او درغلیو ډکې وبللې.

د انتخاباتو د قانون له مخې، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته خلک کولای شي چې د ۴۸ ساعتو په اوږدو کې شکایت ثبت کړي چې له څېړنې وروسته یې باید په پنځو ورځو کې پایلې د انتخاباتو له کمېسیون سره شریکې کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست له انتخاباتي شکایتونو کمېسیونه غواړي چې د لومړیو پایلو له اعلان وروسته د ثبت شویو شکایتونو په څېړنه کې عدالت په پام کې ونیسي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کې له احتیاطه کار نه دی اخیستی، نو لازمه ده چې د شکایتونو کمېسیون ثبت شوي شکایتونه په دقت وڅېړي.

یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"په وروستیو پایلو کې خامخا تغییرات راځي، د شکایاتو له کمېسیونه مو غوښتنه داده چې خپل کارکوونکي دې فساد ته نه پرېږدي، عدالت باید په پام کې ونیول شي، د چا حق باید ضایع نه شي او بل دا چې له سیاسي فشارونو لاندې رانه شي، کمېسیون له ستر ازمایښت سره مخ دی، که تخطي وشي، مونږ بیا د حق غوښتنه کوو."

ښاغلی رشید زیاتوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید په پرېکړو کې د خلکو رأیو ته احترام ولري او لکه د کابل ولایت د رأیو په سر له انتخاباتو کمېسیون او حکومت سره جوړ جاړی ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل ولایت ټولې رأیې باطلې اعلان کړې، خو د حکومت په منځګړیتوب پرېکړه وشوه چې دواړه کمېسیونونه باید د یوځانګړي طرز العمل له مخې دغه رأیې وشمېري.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ډاډ ورکوي چې له کومې سیاسي معاملې او فشار پرته به ثبت شویو شکایتونو ته د قانون په رڼا کې رسیده ګي کوي.

راپور: رحمت الله افغان