د بلوا ضد زرګونه پولیس او څارندوی په پاریس کې ځای پر ځای شوي

زرګونه پولیس او څارندوی د فرانسيې په مرکز پاریس کې د زېړ واسکټو د غورځنګ له اعتراضونو مخکې ځای پر ځای شوي دي.

د بلوا ضد پولیس نن د پاریس د اورګاډو د مرکزي تمځایونو او د شانزه لیزې د واټ شااوخوا راټول شوي دي.

فرانسوي وزیرانو وروسته له هغې چې د دې هېواد د سترازبورګ ښار د کرسمس په یوه بازار کې برید څلور کسان ووژل، له اعتراض کوونکو غوښتي چې نور اعتراضونه ونه کړي.

د فرانسیې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون د ارامۍ او عادي فعالیتونو ته د ستنیېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي همدارنګه د روانو اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره په مالیو او او تنخواګانو کې د یو لړ امتیازاتو اعلان هم وکړ.

خو د زېړ واسکټو په دې غورځنګ کې چې تر ډېره مشرتابه نه لري او د حکومت خلاف مظاهرې کوي، ځینو مطرحو څېرو ویلي، دوی به بیا هم لارو کوڅو ته ووځي.

په فرانسه کې دا اعتراضونه وروسته له هغې راپورته شول چې د ډیسمبر په ۵ مه مکرون د سون پر موادو مالیه لوړه کړه.

که څه هم د فرانسيې حکومت وروسته له دې پرېکړې په شا شو، خو اعتراض کوونکي قانع نه شول او خپلې غوښتنې یې زیاتې کړې.