دفاع وزارت: له تېرې ورځې راهیسې ۴۳ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمعې له ورځې راهېسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژلي او ۱۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت د شنبې په سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د هسکه مینې او خوګیانیو په ولسوالیو کې ۱۲ تنه وسله وال وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کندهار ولایت د خاکریز، میوند او پنجوایي په ولسوالیو کې هم د طالبان د یو شمېر سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د فراه په بالابلوک کې د لسو تنو وسله والو د وژلو ادعا شوې.

همدارنګه په هلمند، ارزګان، هرات، پکتیکا او بادغیس ولایتونو کې د حکومت مخالفو وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا شوې ده.

طالبانو که څه هم د دې اعلامیې په اړه مشخص عکس العمل نه دی ښودلی، خو د دې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولو پیغامونو کې په کندهار او فراه ولایتونو کې حکومتي سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.