چارواکي: په جوزجان کې د طالبانو په برید کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

ارشیف

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر دوو پوستو د وسله والو طالبانو برید کې شپږ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر کمال الدین یاور نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه تېره شپه د منګوټي په سیمه کې شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې دې پېښه کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سیمې خلک وايي چې وسله والو طالبانو د څو ساعتونو لپاره یوه پوسته نیولې او د پوستې ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

په پېښه کې طالب وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل خوا په سیمه کې د شاهین قل اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جوزجان په فیض اباد او د کندز په قلعه ذال ولسوالیو کې یې په هوايي بریدونو د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو په شمول اووه تنه وسله وال وژلي دي.