روسیه وایي، دوه بم غورځوونکې الوتکې یې وینزویلا ته بېرته ستنې شوې

روسیه وايي، دوه بم غورځوونکې الوتکې یې وینزویلا ته تر الوتنې وروسته بېرته ستنې شوې دي.

د روسیې دې اقدام چې وینزویلا ته د اټمي وړتیا لرونکې بم غورځونکې الوتکې استوي، د متحده ایالاتو او د امریکا د نورو هېوادونو انتقادونه راپورته کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د اوږده واټن وهونکې دا الوتکې پر اتلانتیک سمندر، کارابین او په نارویژي او بارنیټ سمندرګیو راګرځېدلې دي.

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس وايي، د ”تو 160“ په نوم دا ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې ۱۲۰۰۰ کیلومتره الوتي او په هوا کې یې تېل تر لاسه کړي دي.

دا الوتکې د ډیسمبر په لسمه د وینزویلا له پلازمېنې کاراکاس بهر یوې هوايي اډې ته ورسېدې.

له دې سره امریکا او د امریکايي هېوادونو سازمان خپله غوسه څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپل ټوېټر ویلي

"د روسیې او وینزویلا خلک باید دا وګوري چې د څه لپاره دي، دوه مفسد حکومتونه عامه بودجه مصرفوي او پر ازادۍ او خپلواکۍ فشار راولي، په داسې حال کې چې ولسونه یې کړاو ګالي."

د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف د پامپیو دا څرګندې غیرې ډیپلوماټیکې او کاملاً نا مناسبې بللې دي.