قطر هڅې کوي چې د خلیج له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې نورماله کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن الثاني نن وویل چې هېواد يې له کوېټ او د خلیج له نورو هېوادونو تمه لري چې په سیمه کې روان بحران پای ته ورسوي او د خلیج د همکارۍ شورا له سره تنظیم کړي.
نوموړي ویلي دي چې د کوېټ امیر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ساتلو کې ښه رول لوبولای دی او قطر پر کوېټ او د سیمې پر نورو هېوادونو باور لري چې د خلیج د همکارۍ د شورا غړي هېوادونه بیا له یو بل سره نېږدې کړي.
شیخ محمد بن عبد الرحمن الثاني دا څرګندونې د دوحې کلني فورم ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل چې د نړی د حالاتو پر وړاندې یو موټی خلیج غوره دی، نه دا چې د دې سیمې هېوادونه په یوازې سر عمل کړي.
شااوخوا نهه میاشتې وړاندې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او قطر يې تورن کړ چې د اخوان المسلین په شان له سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي.
خو په دې وروستیو کې په سیمه کې له رامنځته شویو تحولاتو داسې ښکاري چې سعودي عربستان او د خلیج نور عربي هېوادونه غواړي چې له قطر سره بېرته نېږدې شي.
سعودي عربستان تېره اوونۍ د قطر امیر ته د خلیج د همکارۍ د شورا په سرمشریزه کې چې په ریاض کې وه، د ګډون بلنه ورکړه.
که څه هم د قطر امیر په دې سرمشریزه کې برخه وانه خيسته، خو خپل د بهرنیو چارو وزیر يې دې غونډې ته واستاوه.
قطر دا مهال په نړیوالو بازارونو کې لوی پانګوال دی او یوازې په بريتانیا کې یې ۵ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
متحده ایالات په قطر کې ستره پوځي اډه لري چې شااوخوا لس زره پوځیان په کې مېشت دي.