د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د سولې او ثبات د لارو چارو په لړ کې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د شنبې په اړه ورځ کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې له قریشي سره په دغه سفر کې یو جګپوړی پلاوی هم مل دی.
له بلې خوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته له را روانېدو مخکې له رسنیو سره په خبرو کې د چین له خوا د پاکستان، افغانستان او چین د درې اړخیزې غونډو د لړۍ پیلول وستایل او ویې ویل چې په سیمه کې امن او ثبات مهم دي.
په کابل کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې امریکا په دې وروستیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره هلې څلې تېزې کړې دي.