د بلخ ځايي چارواکي وايي، د دې ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې په يوه وسله واله حمله کې شااوخوا پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دا حمله نن جمعه تر غرمې وروسته د دولت اباد ولسوالۍ په يوه جومات کې د جنازې پر مراسمو وشوه.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډيو ته وويل چې په دې حمله کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان اختر محمد، درې ساتونکي يې او یو بل کس ووژل شول.
د ښاغلي قادري په وينا، په دې پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې یو کس له دې حملې سره په تړاو نيول شوی دی.
د دې حملې مسؤلیت تر اوسه هېڅ ډلې نه دی اخيستی.