ټرمپ: د امریکا او چین ترمنځ به یوه لویه سوداګریزه معامله وشي

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به د امریکا او چین ترمنځ یوه لویه سوداګریزه معامله وشي.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې له چین سره د تعرفو د زیاتوالي د جګړې په خبرو اترو کې یې د چین دریځ کمزوری کړی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي دي چین غواړي چې یوه لویه او جامع تجارتي معامله وکړي.

د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو مخکې چین خپله هغه پرېکړه بېرته واخيسته چې له مخې يې سږ کال په اوړي کې پر امریکايي ساخت موټرو او د موټرونو پر پرزو مالیه لوړه شوې وه.

دا تحول د جي شل هېوادونو د وروستۍ سرمشریزې پر مهال د امریکا او چین د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو مثبته پایله بلل کېږي.