د یمن په حدیده کې د اوربند پر سلا سربېره نښتې شوي

ارشیف

یوه ورځ وروسته تر دې چې د یمن په جګړه کې ښکېلې خواوې په حدیده بندر کې په اوربند سلا شوې، پرون بیا په دې سیمه کې وسله والې نښتې پیل شوې.

روېټرز خبري اژانس د حدیدې بندر د اوسېدونکو په حواله وايي چې د دې سیمې په ختیځه برخه کې د توغندیو او اتومات وسلو ډزې اورېدل کېږي.

حدیده بندر د حوثیانو چې ایران يې ملاتړ کوي، په کنټرول کې دی او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو له څو اوونیو راهیسې کلابند کړی دی.

د یمن د جګړې د پای ته رسولو په هدف په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې خبرې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.