د جرمني یوې محکمې پرون د یوه تورن افغان د پناه غوښتنه رد کړه

د جرمني یوې محکمې پرون د هغه افغان د پناه غوښتنه رد کړه چې په تېره اګست میاشت کې د امستردام له ټرین سټېشنه بهر په چاقو د دوو کسانو په ټپي کولو تورن دی.

د جرمني د تریئر ښار محکمې ویلي، دا حکم په هغه صورت کې عملي کېږي چې افغانستان ته په ستنېدو به دا شل کلن افغان وګړی نه شکنجه کېږي، غیر انساني چلند به ورسره نه کېږي او یا د مرګ له ګواښ سره به نه مخ کېږي.

دا رد شوی افغان ځوان تورن دی چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه يې په امستردام کې دوه امریکايي سیلانیان په چړو ووهل چې په نتیجه کې یې یو ټپي فلج شو او د بل اوږه ژوبله شوه.