نن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه کېږي

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران نن شنبه په کابل کې درې اړخیزه غونډه کوي او د افغانستان او د سیمې د وضعیت په اړه خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې خبرو کې د درې اړخیزې همکارۍ، سولې او نورو مسئلو په اړه بحث کېږي.

دی وایي:

"په دې غوڼده کې په خپلمنځي اعتماد، سولې، د سیمه ییزې پراختیا په برخه کې د همکارۍ او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې کېږي."

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په تېره ډيسمبر میاشت کې په پیکېنګ کې خپله لومړۍ درې اړخیزه غونډه کړې وه.