- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه اوونۍ کې د افغانستان دننه مرګژوبلو په شمېر مقاله لیکلې ده.
په مطلب کې راغلي چې د ډسمبر له اوومې تر دیارلسمې د افغان پوځيانو د تلفاتو شمېر زیات شوی دی. وړاندې لولو چې د هوا له سړښت سره سره چې غالباً جنګ پکې کمیږي د افغان پوځیانو د تلفاتو شمېر ۱۵۲ ته ورسېد.
نیویارک ټایمز: که د افغان پوځیانو د استخدام او روزنې ستونزې هوارې نه شي ښايي د دغو پوځیانو تلفات له حسابه واوړي.
نیویارک ټایمز لیکلي دا د افغان سرتیرو د هغو مرګژوبلو شمېر دی چې په افغانستان کې د نیویارک ټایمز خبریالانو پرې راپورونه ورکړي.
له دې مخکې د امریکا یوه لوړپوړي جنرال کنت مکنزي د دغه هېواد کانګرس ته ویلي چې که د افغان پوځیانو د استخدام او روزنې ستونزې هوارې نه شي ښايي د دغو پوځیانو تلفات له حسابه واوړي.
- یو اس اې ټو ډې
یو اس اې ټو ډې ورځپاڼې په افغانستان کې په یوه غیر جنګي پېښه کې د امریکايي سرتیري په وژل کېدو تمرکز کړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د یوه بیان په حواله یو اس ټو ډې لیکلي چې پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې او اوس یې په اړه څېړنې روانې دي.
د ورځپاڼې په لیکنه د دغه سرتیري کورنۍ ته تر خبر ورکولو پورې یې د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
یو اس اې ټو ډې لیکلي چې امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځولو را وروسته په افغانستان کې نږدې یو ټریلیون ډالره لګولي دي.