یو امریکايي سرتېری په يوه غير نظامي پېښه کې په افغانستان کې مړ شوی

یو امریکايي په يوه غير نظامي پېښه کې په افغانستان کې مړ شوی دی.

د امريکا پوځ وايي، د دې هېواد یو سرتېری د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې مړ شوی او د دې پېښې د لاملونو په اړه تحقيقات روان دي.

پوځ ويلي، د دغه سرتېري نوم او نور معلومات به وروسته له هغه خپاره کړي چې د ده کورنۍ ته په دې اړه حال ورکړل شي.

شااوخوا څوارلس زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې د روزنې او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې کار کوي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د نظامي ماموریت په ۲۰۱۴ م یلادي کال کې د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

واشنګټن په افغانستان کې له هغه راهيسې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو رژيم سقوط وکړ، یو تريليون ډالره مصرف کړي دي.