د کابل پوليسو په بېلابېلو جرایمو سلګونه مشکوک کسان نیولي

د کابل پوليسو په بېلابېلو جرایمو سلګونه مشکوک کسان نیولي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن ازادي راډيو ته وويل چې دا کسان په بېلابېلو جنايي جرايمو کې په لاس درلودو مشکوک ګڼل کېږي.

دی وایي:

"زموږ مسئولین بريالي شول چې ۳۳۳ کسان چې په بېلابېلو جرایمو په لاس درلودو مشکوک دي، د کابل ښار او شااوخوا ولسوالیو څخه نيول شوي دي. دوی په وژنه، برمته نیونه، په وسله والو غلاوو، د موټرو په غلاوو، په منظمو جرايمو، پر لارو د خلکو په لوټلو، د مخدره موادو په پیر او پلور، اخلاقي جرایمو، اداري فساد او نورو جرایمو کې په لاس درلودو مشکوک دي. دوی نيول شوي او عملاً د قانون منګلو ته سپارل شوي دي."

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې دا کسان د روان کال د لړم له لومړۍ نېټې د ليندۍ تر ۲۲مې نیول شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا، د کابل پولیس په همدې موده کې توانېدلي دي چې د ۷ ترورېستي حملو مخه ونيسي.