یوه ۷ کلنه پناه غوښتونکې په امریکا کې تر نيول کېدو وروسته مړه شوه

یوه اووه کلنه پناه غوښتونکې د امریکا د نيو مکسيکو د پولیسو په حوزه کې تر نيول کېدو وروسته مړه شوې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا نجلۍ د ګواتيمالا وه او په غیر قانوني توګه له مکسيکو څخه له خپل پلار سره يو ځای امریکا ته اووښتې وه.

راپور همداراز وايي چې نور پناه غوښتونکي هم د مکسيکو او امریکا تر منځ پولې ته نېږدې د اوبو د کمي او شوک ليدلو له کبله مړه شوي دي.

دې نجلۍ له څو ورځو راهيسي ډوډۍ نه وه خوړلې او نه یې اوبه څښلې وې.

پولیسو هڅه کړې وه چې دا نجلۍ روغتون ته یوسي، خو هلته یې ساه ورکړې.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره کلک اقدامات کړي او ژمنه یې کړې چې له مکسيکو سره به پر جنوبي پوله دېوال جوړوي.

د ده منتقدينو ورباندې تور پورې کړی چې دی د سیاسي ګټو په خاطر د پناه غوښتونکو له حقونو سرغړونه کوي.