فرانسه: له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوى ٢٩ کلن شريف شکات دى

د فرانسې د کورنيو چارو وزير کريستوف کاستانير تأييد کړه چې هغه کس چې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې پرون له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوى، ٢٩ کلن شريف شکات دى.

شکات هغه مشکوک سړى دى چې تېره سې شنبه يې همدغه ښار ته نېږدې د کرسمس په يوه مارکېټ کې ٣ کسان په ډزو ووژل.

داعش ډلې په خپل ويبسايټ اعماق کې په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې د دوى يوه ملاتړي ډزې کړي، خو د دې ادعا د ثبوت لپاره يې شواهد نه دي وړاندې کړي.

دغې ډلې تر دې مخکې هم په اروپا او نورو ځايونو کې د ځينو ترورېستي حملو مسؤليت منلى دى.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير وويل، درېيو پوليس افسرانو پرون په يوه کوڅه کې د دغه مشکوک کس د نيولو هڅه وکړه.

ښاغلي کاستانير وويل، په دې وخت کې مشکوک کس پر پوليسو ډزې پيل کړې چې په ځوابي ډزو کې شکات ووژل شو.

دغه سړى د غلا او زورزياتي په ٢٧ مواردو محکوم شوى و چې په فرانسې، جرمني او سويس کې يې د بند مودې هم تېرې کړې وې.