د زابل ولایت امنیتي چارواکي په یوه هوايي حمله کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار ازادي راډیو ته وویل، د هارون په نوم د طالبانو قوماندان پرون مازیګر د شاجوی ولسوالۍ په کجیر خېلو سیمه کې له خپلو درېیو ملګرو سره یو ځای د دولتي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې هارون د طالبانو جلاد و او دولتي سرتېري او ملکي وګړي به ده وژل.
دی وایي:
"دی د وسله والو طالبانو جلاد و، ډېر وخت به چې دوی د دولتي ځواکونو غړي یا د ولس قومي مشران ونیول، نو هغوی به همدې قوماندان د جلادانو په طریقه حلالول او وژل به یې."
د زابل امنیه قوماندان وویل چې هارون په شاجوی ولسوالۍ کې د طالبانو د پوځي عملیاتو مسؤل هم و او د انتحاري حملو چارې به یې سمبالولې.
د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې په هلمند او نورو ولایتونو کې د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان په نښه کړي او وژلي یې دي.
چارواکي وايي چې د دې عملیاتو هدف د طالبانو د هغو مشرانو له منځه وړل دي چې د سولې مخالفت کوي.