د انتخاباتو کمېسیون: د کندز د انتخاباتي دفتر مشر ته د منسوبې ویډيو څېړنه کوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې کمېسیون د کندز د ولایتي دفتر مشر ته د فساد د منسوبې ویډيو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که ثابته شي چې د کندز د انتخاباتو د ولایتي کمېسیون رئیس ته منسوبه ویډیو موثقه او رښتیا ده، نو له هغه سره به قانوني چلند وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا ویډیو دوی ته هم رسېدلې او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

دی وایي:

"کمېسیون پرېکړه وکړه چې له تخنیکي پلوه دا ویډیو ښه وڅېړل شي، ځکه دا ویډیو ځینې ستونزې لري، له تخنیکي څېړنې وروسته که ثابته شوه چې څوک چې د ځینو کسانو له خوا هلته خبرې کوي، د کندز د انتخاباتو د کمېسیون رئیس دی، په هغه صورت کې بیا قانون وضاحت لري چې له انتخاباتي سرغړونو نیولې، تر تخلفونو او انتخاباتي جرایمو پورې، هر څه پکې پېشبیني شوي او طبعاً باید له قانون سره سم چلند ورسره وشي."

په هغه ویډیو کې چې پرون پنجشنبه د ځینو رسنیو له خوا او پر ټولنیزو شبکو خپره شوه، یو تن چې ویل کېږي په کندز ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس رسول عمر دی، یوه بل تن ته چې د شوې ادعا له مخې د ولسي جرګې د انتخاباتو یو موماند دی، وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځینو کاندیدانو رأیې یې کمې او د ځینو نورو یې ورزیاتې کړې دي.

ډېره هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ښاغلي عمر سره هم خبرې وکړو، خو ونه توانېدو چې اړیکه ورسره ټینګه وکړو.

په همدې حال کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه فیفا چې د افغانستان پر انتخاباتو څارنه کوي، وايي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د شفافیت د یقیني کولو لپاره په کار ده چې د انتخاباتو په بهیر کې د فساد او تقلب اړوند ټولې ادعاوې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون او یوې خپلواکې کمېټې له خوا وڅېړل شي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل:

یوسف رشید

"د شکایاتو له کمېسیونه غواړو چې که په انتخاباتو کې یو مورد جرمي صبغه ولري، یا د تخلفونو په بڼه ښکاره شي، نو هغه له شکایت او اعتراض پرته وڅېړي او که څرګنده شي چې جرمي صبغه پکې شته، نو باید عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي، په عین حال کې پر حکومت غږ کوو چې په دې برخه کې سکوت ونه کړي او په مستقیم ډول یو بې طرفه پلاوی وټاکي، څو دا او د فساد نور موارد په کره ډول وڅېړي او ملت ته د خپلو اجراتو په اړه راپور ورکړي."

د ولسي جرګې انتخابات له غزني پرته په ۳۲ ولایتونو کې د تلې یا میزان په ۲۸مه او په کندهار کې یوه اوونۍ وروسته ترسره شول.

په پام کې ده چې په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یو ځای وشي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د څه باندې ۲۰ ولایتونو د رأیو نتایج اعلان کړي، خو د پلازمېنې د کابل د رأیو نتایج د پراخو درغلیو د ادعاوو له کبله تراوسه نه دي اعلان شوي، ځکه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د لیندۍ په ۱۵مه د کابل رأیې باطلې اعلان کړې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا سیاسي اقدام وباله.

د انتخاباتو څارونکې ډلې او د سیاسي چارو کارپوهان وايي، که په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو د ادعاوو په اړه جدي څېړنې ونشي، نو د ولسي جرګې د انتخاباتو د شفافیت په اړه ښايي شک پیدا شي او په نتیجه کې به د انتخاباتو پر بهیر د خلکو اعتماد تر پخوا لا زیات کمزوری شي.