د افغانستان او چین ترمنځ ټرانسپورټي رېل پټلۍ په لومړي ځل کابو دوه کاله او څلور میاشتې د مخه د دواړو هېوادونو د دولتي چارواکو په ګډون د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې افتتاح شو.
د چین سوداګریزو توکو لومړۍ محموله هم هغه وخت په منځ اسیا هېوادونو کې تر ۸ ورځو منزل وروسته د اورګاډي په وسېله د افغانستان خاورې ته راورسېدل.
د دواړو هېوادونو چاروکي خوشحاله وو چې د اورګاډي د اوسپنیزې پټلۍ په فعالېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.
خو د بلخ د سوداګریزې خونې مسوولان وايي چې په افغانستان کې د تولیدي توکو کموالي او د چین د اړتیا وړ موادو د نشتون په خاطر افغانستان نهدی توانېدلی چې د شاوخوا دوه کاله او څلورو میاشتو په ترڅ کې د «سنیو-افغان» اورګاډۍ پټلۍ له لارې چېن ته صادرات ترسره کړي.
آرشیف
د بلخ د سوداګریزې خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي یې په اړه وايي:
"قانوني ستونزه نشته، خو څه باید صادر کړو، تر اوس په مستقیم ډول چین ته صادرات نهدي شوي، اوس هم افغان دولت او هم چین غواړي د اورګاډي پټلۍ له طریقه قیمتي ډبرې او د کانونو خام مواد چین ته صادر شي. د صادراتو لپاره موږ اوس څه نهلرو او چین زموږ خامو موادو ته ډېره اړتیا لري."
د بلخ د سوداګریزې خونې مسوولان وايي چې افغانستان اوس مهال د حیرتان بندر له لارې منځنۍ آسیا او چین ته د کېښتۍ په وسیله وچه میوه، تازه میوه زعفران او نور تجارتي توکه لیږي.
نصیر احمد قاسمي وايي، په پام کې وه چې د یادو شوېو صادراتو د زیاتوالي ترڅنګ افغانستان مرمر تېږه، لاجورد او رُخام هم د رېل پټلۍ له لارې واستوي.
خو په لومړیو کې ازبکستان اجازه ورنه کړه چې د اورګاډۍ واګونونه په حیرتان بندر کې بارګیري شي او د بیا د ازبکستان له خاورې څخه په تېرېدو چین ته ولېږل شي.
د اقتصادي مسایلو د شنونکو په باور چې چین په سیمه کې لوی اقتصادي قدرت دی او همدا راز د نړېوالې صنعتي اتحادیې له مهمو غړو څخه شمېرل کېږي.
دا شنونکي وايي، که افغانستان وتوانېږي چې د چین د اړتیا وړ توکي په خپله خاوره کې تولید کړي او چین سوداګریزو غوښتنو پر بنسټ هغه د اورګاډۍ د پټلۍ له لارې هغه هېواد ته صادر کړي، هر کال به له دې درکه میلیونونه دالر عواید ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه ادیب غیاثي په دې باور دی:
آرشیف/ حیرتان
"چین د آسیا له لویو اقتصادي هېوادونو څخه دی چې هره ورځ د مختلفو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي. موږ له چین سره په ګاونډیتوب کې قرار لرو او که په بندرونو کې موجود وي، افغانستان کولی شي چین ته د اړتیاو وړ تولیداتو په صادرولو سره د کال میلیونونه عواید ملي خزانې ته ترلاسه کړي."
په داسې حال کې د افغانستان حکومت په هڅه کې دی چې د لاجورد ترانزیتي لارې څخه په ګټې اخستنې سره د ترکیې هېواد اروپايي ښارونو ته صادرات ترسره کړي، چې د امیدواریو سره سره دا هېواد ونه توانېد په تېرو دوه کلونو کې د «سنیو-افغان» اورګاډي پټلۍ له لارې چین ته صادرات ترسره کړي.
مجیب الرحمن حبیب زی