اشرف غني په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله.

ښاغلي غني د لارې د پرانېستلو په مناسبت ځانګړو مراسمو ته وویل چې افغانان جدايي او انزوا نه غواړي.

د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه.

د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي.

په دې ډول، افغانستان کولای شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس د لاجوردو د لارې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی .

جانس بس نن پر ټوېټر لیکلي چې د سیمه یېز اتصال داسې پروژې په افغانستان کې د ثبات له ټینګېدو سره مرسته کولای شي.