بلخ: په چمتال کې ۴ طالبان د امنیتي ځواکونو په کمين کې وژل شوي

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په کمين کې وژل شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، عبدالرازق قادري نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو وروسته، د خپلو مړو د انتقال لپاره د سیمې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې چې يو پولیس په کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بلخ چمتال ولسوالۍ له سرپل سره نېږدې او له ډيرو نا امنو ولسوالیو ده.