د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله .
ښاغلي غني د لارې د پرانېستلو په مناسبت ځانګړو مراسمو ته وویل، د افغانستان، د افغانستان د خلکو، د افغانستان د دولت او د افغانستان د اقتصادي قشر هدف وصل دی نه فصل. موږ د وصل خلک یو نه د فصل، موږجدايي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو.
د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه.
د افغانستان ولسمشر نن د هرات ښار حلقوي سرک هم پرانېست.
ټاکل شوې چې په هغه ولایت کې څو نورې اقتصادي او پراختیايي پروژې هم پرانېزي.
د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي.
په دې ډول، افغانستان کولای شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي.