افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سوداګرۍ په برخه کې افغانستان اوس د ګاونډيو هېوادونو د لارو د تړلو له ګواښونو خلاص شوی دی.
محمد اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ يې د لاجوردو تاریخي لارې د پرانېستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د دغه لارې په پرانېستې سره به افغانستان نه یواځې د مرکزي اسیا بلکې د قفقاذ او اروپا په دروازې بدل شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"موږ نه یواځې د هند د نیمې وچې دروازه یو بلکې اوس انشا الله یو وار بیا د منځنۍ اسیا قفقاز او اروپا دروازه یو، ۱۷ کاله وړاندې افغانستان د انزوا په حال کې وو او څلور کاله وړاندې به ګواښل کېدلو چې که دا یا هغه سرحد درباندې وتړو نو د خوراک ډوډۍ به ونهلرئ، خو نن افغانستان نښلول شوی دی، د افغانستان هدف وصل دی افغانان د وصل خلک دي، نه د بیلوالي."
په دې اړه نور: ولسمشر محمد اشرف غني اشرف غني د «لاجورد لارې» پروژه پرانېستهښاغلي غني وویل چې اوس افغانستان نه یواځې له نورو هېوادونو سره هوايي دهلیزونه لري، بلکې د ځمکې له لارې هم له ډېرو هېوادونو سره ونښلېد.
ده زیاته کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې جدايي نهده غوښتنې، بلکې هر وخت يې هڅه کړي چې د نړۍ د وصل نقطه شي او اړیکې ورغوي.
افغان ولسمشر همدا شان وویل چې د لاجوردو په څېر له لسګونه نورې لارې ووینې چې په ترڅ کې به يې دا وطن په پښو ودرېږي.
پهدې پرانېستغونډه کې د افغان چارواکو سربیره د ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم برخه اخېستې وه.
دغه غونډې ته د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي وویل چې د دغه لارې د پرانېستې په لومړۍ ورځ ۱۸۰ ټنه افغاني محصولات او تولیدات چې په نهه افغاني موټرو کې بار وو چین او ترکیې ته واستول شول.
د ده په خبره په دغو تولیداتو او محصولاتو کې ممیز، کنځلې، پنبه او د هندواڼو تخم شامل دي.
د ټرانسپورټ وزارت وايي، دغه لارۍ به له هغه لوري هم له د وارداتي مالونو ډکې راستنېږي.
د لاجوردو لار چې په تېرو وختونو کې يې ورته د ورېښمو لار هم ویله، د افغانستان له هراته د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي، له کسپینه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو ته، له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي.
افغانستان کولای شي چې له دې لارې په اسانۍ سره اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.
افغان تاریخ پوهان پهدې باور دي چې دغه لار هغه تاریخي بهیر دی چې څه باندې دوه زره کاله پخوا د بدخشان لاجورد له دې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته صادرېدل.
په دې اړه نور: د لاجوردو لارې پرانېستل کېدو ته د افغان سوداګرو هیله مندي!د راپورونو په اساس د دې لارې تړون د ۲۰۱۷ میلادي کال نوومبر په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، ګورجستان،اذربایجان او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري لاسلیک شو.
افغان چارواکي وايي چې د لاجوردو له لارې به سوداګري ارزانه او اسانه شي، افغان محصولاتو ته به لا ډېر بازارونه پرانېستل شي، د افغانستان ټرانزیټي عواید به ورسره لوړ شي او د لارې په اوږدو کې به يې د سوداګرۍ په برخه کې ملګري ډېر شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نېږدې درې کاله وړاندې ویلي و چې د لاجوردو د لارې په پرانېستو سره به افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري.
له دې وړاندې به د افغانستان محصولات او تولیدات د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې اروپايي او نورو هېوادونو ته صادرېدل چې وخت نا وخت به د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي کړکېچونو د افغانستان په صادارتو او وارداتو ناوړه سیورۍ غوړاوه.
افغان چارواکي وايي چې افغان سوداګر به وکړای شي چې د کراچۍ په پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي د لاجوردو له لارې ولیږدوي.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون اداري پلاوي د دغه لارې د پرانېستې هرکلی کوي او وايي چې دا د افغانستان د اقتصادي ودې او امنیتي ثبات لپاره یوه مهمه او با ارزښته پروژه ده.
د دغه کمېسیون مرستیال منور شاه بهادري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"د لاجوردو لار د افغانستان د اقتصاد او امنیتي ثبات لپاره ډېره مهمه ده، په دې خاطر چې پهدې سره به په سیمه کې شریکې اقتصادي ګټې رامنځته شي او کله چې اقتصادي ګټې رامنځته کېږي نو په د سیمې په کچه د ثبات لپاره کار کېږي نو زه هیله مند یم چې دا لاره د ټول عمر لپاره زموږ د پانګه والو او سوداګرو پرمخ خلاصه ووسي او زموږ سوداګر پهدې لاره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي."
ښاغلي بهادري له حکومته غواړي چې همدا شان باید په کور دننه د صادراتو د ودې لپاره هم کار وکړي، څو افغانستان په کوردننه په ځان بسیا او توليدي مواد يې له همدې لارو نورې نړۍ ته صادر شي.
نوموړي همدا شان د لاجوردو د لارې د ښه مدیریت غوښتنه کوي او وايي چې حکومت باید د دغه لارې په ښه مدیریت سره پراخه اقتصادي ګټه خپله کړي.
راپور: اکرام الله اکرام