هلمند کې په ۸ جریبه ځمکه د میوه لرونکو نیالګيو تخمونه کرل کېږي

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي چې په شاوخوا اته جریبه ځمکه کې یې د مثمرو مېوه لرونکو باغونو د تخمونو کرلو کار پیل کړی دی.

زلمي الکو نن ازادي راډیو ته وویل، په دغو فارمونو کې د بادام، الوچې، الوبُخارا، شفتالو نیالګي تخمونه کرل کېږي چې بیا به راتلونکی کال شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې ورنه باغورنه جوړ شي چې دا مهال یې سروې پيل شوې ده.

ښاغلی الکو همدا شان زیاتوي چې روان کال د حاصلاتو د ساتلو لپاره په لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې ۱۸ سړې خونې جوړېږي چې کارونه پيل شوي دي.