د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو لويه د «لاجورد لارې» پروژه چې د ورېښمو لارې د لويې پروژې برخه ګڼل کېږي پرانېسته.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې په دغه پرانېست غونډه کې د ترکيې، ترکمنستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخېستې.
له دې لارې له پرانېستلو کېدو سره نن په افغان تولیداتو بار ۹ کانټینرونه د چین او ترکیې پر لور حرګت وکړ.
لاجورد ترانزيتي لار د هرات له تور غونډۍ او د فارياب د اندخوى له اقينې بندر پيل له ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې په تېرېدو له اروپا سره نښلول کېږي.
افغان حکومت دغه پروژه د افغانستان د صاداراتو لپاره د يوه لوى فرصت پيل بللى دى.
افغانستان کولای شي چې له دې لارې په اسانۍ سره اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.