د لاجوردو لارې پرانېستل کېدو ته د افغان سوداګرو هیله مندي!

د لاجوردو لارې پرانېستل کېدو افغان سوداګر ارزانه او اسانه سوداګرۍ ته هیله‌مند کړي دي.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونې عامل رئیس عتیق الله نصرت وايي، دا لار د سوداګرۍ لپاره له اروپا او ځینې اسیايي هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو او د ریل پټلۍ په پرتله ارزانه او اسانه تمامیږي.

ښاغلي نصرت ازادي راډيو ته وویل، افغان سوداګر لېواله دي چې له دې لارې ډېر مالونه ولېږدوي:

"د لاجوردو لار ځکه ګټوره ده چې موږ د لاریو په‌واسطه د لېږد رالېږد ښه تجربه لرو او په همدې اساس مو وغوښتل چې په لومړۍ دوره کې له خپلو تجربو څخه استفاده وکړو، کله چې په دغې لاره ستونزې نه‌وي سوداګر لا هڅېږي چې سوداګري وکړي، د سوداګری په برخه کې چې هر سهولت رامنځته کېږي د خلکو په ژوند اغېز لري."

دا په‌داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه د لاجوردو سوداګریزه لار پرانېستل شوه او له کلونو انتظار وروسته په افغان تولیداتو او محصولاتو بار نهه لارې موټرې د لاجوردو په تاریخي لار له هراته د ترکيې په لور وخوځېدې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، اټکل دا دی چې له دې لارې د مالونو لېږد تر لسو ورځو وخت ونیسي.

د یادې خونې رئیس ښاغلی نصرت وايي، د لاجوردو لار له اقتصادي پلوه موثره او په ورته وخت کې خوندي ده.

د لاجوردو له لارې د افغانستان سوداګري داسې مهال پیلېږي چې افغانستان له یوه هېواد او یوې لارې د انحصار نه د خلاصون په خاطر دا وخت له ځينو هېوادونو سره د سوداګرۍ هوايي دهلېزونه، د تېر سیسټم له لارې سوداګريزه راکړه ورکړه، چابهار بندر او د رېل ګاډي پټلۍ پرانېستي دي.

له دې وړاندې بیا د افغانستان ډېره سوداګري د پاکستان له لارې د موټرو په واسطه کېدله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دغو هڅو او کړنو ته په کتو وايي، ډېرو بدیلو لارو په هېواد کې سوداګري او ټرانزېټ غوړولی دی.

د یاد وزارت وزارت مالي او اداري مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزی ازادي راډیو ته وویل، د بدیلو لارو یو هدف دا دی چې د افغانستان د صادراتو ګراف لوړ شي.

اجمل حمید عبدالرحیمزی

نوموړي زیاته کړه:

"کومې وروستۍ کړنې چې ترسره شوي که هغه د هوايي دهلېزونو کار دی او که د لاجوردو لار پرانېسته چې ورسره افغانستان د سوداګرۍ نهايي پالیسي هم نهايي کړې له موږ سره مرسته کوي چې د افغانستان د صادارتو ګراف لوړ شي او ورسره واردات ورو- ورو کم شي، تر څو په ځان د بسیايينې په لوري ولاړ شو."

د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، دا وخت د افغانستان د صادارتو ګراف لوړ شوی او نېږدې اته سوه میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.

نوموړی وايي، د لاجوردو له لارې به نه یواځې سوداګر صادراتو ته وهڅېږي بلکې تمه ده چې ورسره به هېواد ته د ځينو باکیفیته موادو د واردولو زمینه هم له پخوا اسانه او ارزانه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ