د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یوه ګړندي ریل په تم ځای کې د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول او ۴۳ نور ژوبل شول.
د انقرې والي خبریالانو ته وویل، دغه ګړندي ریل نن سهار وختي له هغه تخنیکي ریل ګاډي سره ټکر وکړ چې د همدې ریل پر پټلۍ یې د کنټرول چارې سرته رسولې.
دا نه ده روښانه چې د پیښې په وخت کې د دغه ریل سرعت څومره و.