د سرپل ـ سانچارک د لارې د ساتونکو ځواکونو یو چارواکی وژل شوی

د سرپل امنیه قوماندانۍ د سرپل ـ سانچارک د لارې د ساتونکو ځواکونو د قوماندانۍ د مرستیال د وژلو خبر ورکوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالوارث وهاج نن ازادي راډیو ته وویل چې علي اقا له خپل یوه سرتېري سره د ګزمې پر مهال د وسله والو طالبانو په کمین کې ووژل شو.

د وهاج په وینا دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت سانچارک ولسوالۍ ته د غځېدلې سړک په اوږدو کې شوې.

طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.