د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې په پارلمان کې د خپل محافظه کاره ګوند د غړیو د باور رأیه ترلاسه کړه.
پرون د رأیې اخېستو په نتیجه کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ، مې د محافظه کاره ۲۰۰ وکیلانو د باور رأیې خپلې کړي.
۱۱۷ وکیلانو ورته د عدم اعتماد رأیې ورکړې. دغو ناراضه وکیلانو ویل چې مې نوره مناسبه مشره نهده چې له اروپایي اتحادیې د وتلو موافقه چې بریکزیټ نومول شوې، عملي کړي.
مې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال له اروپایي اتحادیې د بریتانیا د وتلو لپاره د ټولپوښتنې له ترسره کېدو وروسته صدراعظمه شوې، خپلو ګوندي ملګرو یې له بروکسل سره د شوې موافقې په خاطر سخت انتقادونه پرې کړي دي.
له رأیې اخېستو مخکې مې هڅه وکړه چې د هغو وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړي چې په پریکړه کې زړه نازړه و او ورسره ژمنه یې وکړه چې د ۲۰۲۲ کال ترانتخاباتو مخکې به استعفا وکړي.
هغې د ډسمبر په لسمه په پارلمان کې پر شوې موافقې چې له اروپایي اتحادیې د بریتانیا د وتلو شرایط پکې واضح شوي، حساسه رايې ګېري وځنډوله.