پنټاګون په سوریې کې د پوځي اقداماتو په وړاندې خبرداری ورکړ

پنټاګون د سوریې په شمال ختیځ کې په یو اړخېزه توګه د پوځي اقداماتو په وړاندې وروسته له هغې خبرداری ورکړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د هغو کُرد وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

د پنتاګون ویاند شین رابرټسون Sean Robertson پرون په یوه بیان کې کې وویل، د سوریې په شمال ختیځ کې د هر لوري له خوا یو اړخېز پوځي اقدام به چې که هلته امریکایي پوځیان وي یا ورته نېژدې سیمه کې حضور ولري، د جدي اندیښنې وړ خبره ده.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د امریکا ملاتړي د سوریې ډموکراټیک ځواکونه ،SDF د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې ټینګ شریکان دي.

پرون د ورځې په لومړیو کې ترکیې وویل چې په څو ورځو کې به د خلکو د ساتنې جزوتامونو په نوم د کُرد ملېشو پرضد چې انقره یې ترهګرې بولي، پوځي عملیات پیل کړي.