د فرانسې حکومت په سټراسبورګ کې د کرسمس پر مارکېټ تر حملې وروسته په بېلابېلو ښارونو کې اضافي سرتېري ګمارلي دي.
د فرانسې صدراعظم ايدوارد فيليپ پرون وويل چې د ټرورېزم ضد پر ځواکونو شا و خوا ١٣٠٠ نور سرتېري ورزيات شوي دي.
د فرانسې دغه ټرورېزم ضد ځواکونه په ٢٠١٥میلادي کال کې وروسته له هغې تشکيل شول چې په پلازمېنه پاريس کې د شارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر ځينو افراطي کسانو حمله وکړه.
تېره سې شنبه ناوخته يوه سړي په سټراسبورګ کې د کرسمس په مارکېټ کې ډزې پيل کړې چې دوه کسان يې ووژل، تر لسو زيات نور يې ټپيان کړل.
يو کس په سخت روغتيايي وضعيت کې دى.