د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران لهخوا د ميزائيلو ازمويلو پروګرام د پراخېدو په حال کې دى.
مايک پامپئو پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته چې پر ايران متمرکزه وه، دا خبره وکړه:
"د ايران د ميزائيلو د فعاليت سرعت چې په هغه کې د ميزائيلو توغوونکي او ازمويل شامل دي، د اټمي تړون له لاسليک راهيسې نهدى کم شوى. په حقيقت کې د ايران د ميزائيلو ازمويل او د ميزائيلو خپرول د پراخېدو په حال کې دي."
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، واشنګټن د ايران د بالسټيک توغونديو پر پروګرام د محدوديتونو د بيالګولو هڅه کوي.
مايک پامپئو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرونۍ غونډې ته وويل، امريکا دا هڅه د امنيت شورا له ١٥ غړو سره په ګډه کوي.
د امنيت شورا دغه غونډه وروسته له هغې راوبلل شوه چې د ايران يوه وتلي پوځي قوماندان تأييد کړه چې تهران په وروستيو کې د بالستيک ميزائيلو ازموينه کړې ده. لوېديځو قدرتونو دغه ازموينه وغندله.