د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه په هرات ولايت کې څو اقتصادي پروژې پرانېزي.
تر ټولو لويه يې د «لاجورد لارې» پروژه ده چې د ورېښمو لارې د لويې پروژې برخه ګڼل کېږي.
افغانستان تمه لري، د لاجورد لارې د پروژې په مرسته د افغانستان توليدات د اروپا تر بازارونو ورسېږي.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد پرون ازادي راډيو ته وويل، په هرات کې نننيو مراسمو ته خاص تدابير نيول شوي دي:
"د لاجورد لارې تاريخي مخيينې ته په پام سره ولسمشر دغه طرحه جوړه کړې او له ژمنې سره سمه په عملي کېدو ده. موږ د هرات ولايت په سطحه پوره چمتووالى لرو، د دې تر څنګ چې د مېلمنو پرتمينه مېلمه پالنه کوو، په هممهاله په هرات کې د ځمکني ترانزيت څو پروژې پرانيزو."
لاجورد ترانزيتي لار د هرات له تورغونډۍ او د فارياب د اندخوى له اقينې بندر پيل له ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې په تېرېدو له اروپا سره نښلول کېږي.
افغان حکومت دغه پروژه د افغانستان د صاداراتو لپاره د يوه لوى فرصت پيل بللى دى.