د افغانستان د ولسي جرګې وکیله فوزیه کوفي وايي، هغه کسان چې په افغانستان کې د نافذو قوانینو په اړه معلومات نه لري، د قانون پر موادو ملنډې وهي او ناسمې اوازې خپروي او د قانون له ماتوونکو سره مرسته کوي.
په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو په وروستیو کې اوازه اچولې چې د ښځو او کوچنیانو د ځورولو د مخنیوي د قانون پر اساس، که یو نارینه تر ۱۴ ثانیو زیات وخت یوې ښځې ته وګوري، لس زره افغانۍ جریمه کېږي.
په افغانستان کې د ښځو او کوچنیانو د ځورونې د مخنیوي قانون د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال په سلواغې میاشت کې توشېح شو.
فوزيه کوفي د ولسي جرګې د ښځو د کمېسون غړې او د دې قانون د طرحې له جوړوونکو ده.
هغې په ټولنیزو شبکو کې داسې بحثونه مسخره وبلل.
کوفي نن چهارشنبه د ډېسمبر په ۱۲مه ازادي راډیو ته وویل.
"داسې کسانو ته چې پر قوانینو ملنډې وهي، ښايي چې د ښځو او کوچنیانو انساني کرامت ته د درناوي له مخې حساس شي او د داسې ټولنیزو ستونزو پر ضد مبارزه وکړي."
فوزیه کوفي د افغانستان پر حکومت هم ملامتي ور واچوله او ویې ویل چې د قوانینو په اړه يې خلکو ته کافي معلومات نه دي ورکړي.
د افغانستان په ټولنیز چوکاټ کې د ښځو او کوچنیانو ځورونه یوه ستره ستونزه ده.
د هغې په وینا، د ښځو او کوچنیانو د ټولنیز مصؤنیت لپاره د قوانینو مسخره کول، د دې ستونزې پرضد مبارزه کمزورې کولای شي.
د افغانستان د ښځو چارو د وزارت ویاندې رویا دادرس هم نن ازادي راډیو ته وویل چې داسې اوازې په افغانستان کې د ښځو او کوچنیانو د حقونو د تامین لپاره هڅو ته زیان رسولای شي.
رویادادرس وویل:
"متاسفانه، کله چې د ښځو د حقونو مسئله مطرح شي، په افغانستان کې ځیني کړۍ په دې ډول د تخریب لپاره مټې را ونغاړي چې زموږ له نظره ډېره بده خبره ده."
د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویاندې وویل چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د ښځو او کوچنیانو د ځورونې د مخنیوي قانون جوړول د دولت له مهمو بریاو وګڼل.