په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات سږ کال ۱۳ټنو ته رسېدلي

په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات سږ کال ۱۳ټنو ته رسېدلي دي.

د هرات ولایت د کروندګرو یوه ډله له لمرخاته مخکې د زعفرانو کروندو ته ځي چې د افغان بزګرانو لپاره د دې قانوني او ګټور بدیل حاصلات راټول کړي.

د زعفرانو د ګل نرمه او حساسه ریښه چې له شااوخوا سلو کلونو راهیسې په خوړو کې استعمالېږي، د کروندګرو له خوا د سرو زرو په نوم یادېږي.

۱۶ کلن ځوان جمعه خان د هغو ۱۵۶ کسانو له ډلې څخه دی چې هر کال د زعفرانو په کروندو کې کار کوي او په ساعت کې یو ډالر ترلاسه کوي.

جمعه خان وايي، له لمرخاته مخکې کروندو ته ځي او د دوی هر یو له څلورو نیولې تر پنځو کیلو ګرامو زعفران ټولوي.

د زعفرانو ګل تر ټولېدو وروسته د پروسس فابریکو ته انتقالېږي، هلته بیا په احتیاط سره د زعفرانو د ګل ریښې جلا کېږي او له وچېدو وروسته مارکېټ ته وړل کېږي.

افغان چارواکي چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره کروندګر بدیلو کښتونو ته هڅوي، هیله مند دي چې زعفران د یوه ګټور بدیل په توګه دود کړي.

که څه هم د میلیاردونو ډالرو په لګښت دا هڅې ګټورې ثابتې شوې، خو دا چې زعفران به د کوکنارو ځای ونیسي، دې ته لا اوږده لاره په مخ کې ده.

د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي وايي سږ کال د زعفرانو حاصلات ۱۳ ټنو ته رسېدلي، حال دا چې په ۲۰۱۳ کال کې دا حاصلات یوازې یو ټن وو.

د زعفرانو کښت کمو اوبو ته اړتیا لري، په دې معنا چې دا بوټی له تاریخي وچکالۍ چې شااوخوا درې ميلیونه افغانان يې له قحطۍ سره مخ کړي دي، نه زیانمنېږي.

په روان ۲۰۱۸ کال کې پر ۶۲۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي چې د تېر میلادي کال په مقایسه ۲۱ په سلو کې زیاتوالی ښيي.

خو لا هم په افغانستان کې پر ۲ لکه او ۶۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل کېږي.

په تېر ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د زعفرانو عایدات ۳۵ ميلیونه ډالر و، حال دا چې د کوکنارو عایدات یو اعشاریه څلور میلیارده ډالر ثبت شوي دي.

ایران د نړی د زعفرانو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی چې په کلني ډول ۴ سوه ټنه زعفران نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کوي.

د زعفرانو په نړیواله سیالۍ کې د کیفیت له نظره د افغانستان زعفران تر ټولو غوره بلل شوي دي، خو د دې بوټي حاصلات له ستونزو سره مخ دي.

په هرات کې د زعفرانو یو تولیدونکی نذیر احمد احمدي وايي:

"له څلورو پنځو کلونو راپدېخوا په ټوله سیمه کې زعفران کرل شوي دي، مخکې يې بیه ښه وه، خو سږ کال يې قیمت ډېر ټیټ شوی دی، خلکو بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې ده او د یوه کیلو زعفرانو په بیه کې له ۴۰ تر ۴۵ زره افغانۍ کموالی راغلی دی."

د هرات د زعفرانو کښت له یوې بلې ستونزې سره هم مخ دی.

د هرات اوسېدونکي وايي، د ایراني ریال د بیې د ټیټېدو له امله یو زیات شمېر ایرانیان د ډالرو د پیرلو لپاره افغانستان ته راځي او له ځانه سره زعفران راوړي او د هغوي بې کیفیته زعفران د افغانستان په نوم پلورل کېږي.

خو د کرنې وزارت په افغانستان کې د زعفرانو راتلونکې ته هیله مند دی.

د دې وزارت ویاند وايي، د نویو هوايي دهلېزونو په پرانيستل کېدو د افغانستان زعفران چې ښه کیفیت لري، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د سرو زرو په نوم د زعفرانو د پروسس د یوې مخکښې شبکې رئیس عبدالشکور وايي، د دې بوټي بشپړ اورګانیک طبعیت او اصلیت ته په پام، د افغانستان زعفران د نړی تر ټولو غوره او ښه کیفیت لرونکي زعفران دي.