ایران: په غزني کې کشف شوې وسله له ایران سره ارتباط نه لري

په کابل کې د ایران سفارت وایي، په غزني ولایت کې کشف شوې وسله له ایران سره ارتباط نه لري.

د غزني امنیه قوماندان د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په دې ولایت کې یې ایراني وسلې او مهمات موندلي دي.

مل پاسوال غلام داود تره خېل ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلې په غزنې کې په یوه کور کې ځای پر ځای شوې وې.

په کابل کې د ایران سفارت تېره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې اوس مهال ایران له افغانستان سره ډېرې ښې سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لري او باید د دې دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول ترینګلتیا ته اجازه ورنه کړل شي.

دغه سفارت زیاتوي، په دې اړه یې خپله ناخوښي اړوندو رسمي مراجعو ته وړاندې کړې او د شواهدو غوښتنه یې کړې ده.

د ایراني وسلو په اړه د غزني د امنیې قوماندانۍ دا څرګندونې وروسته له هغه راپورته شوې چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک په دې وروستیو کې تهران تورن کړی چې په پرله پسې ډول په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي او هم په افغانستان کې د طالبانو پوځي ملاتړ کوي.