فرانسه د هغه کس لټه کوي چې د کرسمس په یوه بازار یې برید کړی و

سلګونه امنیتي ځواکونه د فرانسې په ستراسبرګ ښار کې د هغه وسله وال برید کوونکي په لټه کې دي چې د کرسمس پر یوه بازار یې برید وکړ .

په دې پېښه کې چې تېره شپه شوې، درې تنه وژل شوي او دیارلس تنه ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي.

مشکوک برید کوونکی په سیمه کې د ګزمې پولیسو سره تر متقابلو ډزو وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

د فرانسې امنیتي چارواکي وایي، دغه کس چې ګمان کېږي ټپي شوی دی، د هغو مشکوکو تندلارو په لېست کې و چې تر تعقیب لاندې دي.

دوی وایي، برید کوونکی د ستراسبرګ ښار ۲۹ کلن ځوان دی.

په فرانسې کې د ترورېزم ضد څارنوالۍ پلټنې پیل کړي، خو د دې کار دلیل تر اوسه روښانه نه دی.

اخوا د اروپایې پارلمان مشر انتونیو تایاني د چهارشنبې په ورځ اروپایې پارلمان ته د وینا پر مهال د ستراسبورګ پېښه پر ډموکراسۍ برید وباله او زیاته یې کړه:

"دا د سولې، ډموکراسۍ او زموږ د ژوند د تګلارې پر ضد یو جنایي برید و، موږ باید په دې اړه دقیقاً د هغو پر خلاف عکس العمل وښیو چې هیله لري، زموږ ډموکراسي زیانمنه کړي، موږ باید پر مخ ولاړ شو او خپل چلند بدل نه کړو، د ازادۍ او ډموکراسۍ قوت د ترورېزم او جنایې لانجو په وړاندي بریالی دی."

په فرانسې کې د تروریزم ضد څارنوالۍ د تیرې شپې د برید په اړه پلټني پیل کړي خو ددې کار دلیل تر اوسه روښانه ندی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل چې په ټولو سرحدونو او هم په کرسمس بازارونو کې یې امنیتي تدابیر کلک کړي دي.