تریزا مې به نن د خپل ګوند د استازو له خوا د نه باور رأیه واخلي

د بریتانیا صدراعظمه تریزا مې به نن د خپل محافظه کار ګوند د استازو له خوا د نه باور رأیه واخلي.

د دې ګوند یوه غړي ګراهام براډي ویلي، د استازو له خوا هغه ۴۸ لیکونه چې د مشرتابه په اړه د رأیې ورکولو لپاره اړین دي، راټول شوي دي.

تر دې وروسته مې ویلي، د هر هغه څه سره چې له دې سره کېږي، مقابله کوي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۶ کال کې له اروپایې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا بریګزیټ په اړه ټول پوښتنه وشوه، تریزا مې د صدراعظمې په توګه وټاکل شوه.

مې د بریګزیټ د تړون له کبله چې له بروکسل سره یې بحث ورباندي وکړ، د خپل ګوند له خوا له سختو انتقادونو سره مخامخ شوه.

د بریتانیا صدراعظمه د بریګزیټ موافقې د ژغورلو هڅه کوي او له همدې کبله یې د ډيسمبر په لسمه په پارلمان کې په دې اړه رأیې ګیرې وځنډوله، ځکه داسې اندېښنه یې وه چې ښایي وکیلان هغه رد کړي.

د دې موافقې له مخې به بریتانیا په مارچ میاشت کې له اروپایې ټولني وځي.