تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به نن د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې مایک پامپیو به په دې غونډه کې د ایران د رژیم د ګواښونو سره د مقابلې لپاره د امریکا پر نه بدلېدونکې پرېکړې بیا ټینګار وکړي.
امریکا د ایران د بالستیک توغندیو د پراختیا دوام د نړۍ سولې او ثبات ته ګواښ بولي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د ایران یوه لوړ پوړي پوځي قوماندان منلې چې تهران په دې وروستیو کې یو بالستیک توغندی ازمویلی دی چې دا کار د لوېدیځو قدرتونو له خوا وغندل شو.
د ایران فارس خبري اژانس د ډيسمبر په ۱۱مه د سپاه پاسداران انقلاب د یوه قوماندان جنرال امیرعلي حاجي زاده له قوله ویلي چې وایې:
"موږ به د خپلو توغندویو ازمویلو ته دوام ورکړو او دا وروستۍ ازموینه یوه مهمه ازموینه وه."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره اوونۍ د ایران له خواد ډيسمبر د لومړۍ نېټې د توغندي د ازموینې په اړه بحث وکړ.
امریکا وایي، دا د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک څخه سرغړونه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټمي تړون یوه برخه ده.
روسیه چې د ویټو حق لري، د ایران له خوا د توغندیو د ازمویلو د حق دفاع کړې ده.