د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له نېږدې اوو ورځو ځنډ وروسته یې نن پنجشنبه د ولسي جرګې د انتخاباتو د کابل رأیې شمېرل پیل کړل.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل چې دواړو کمېسیونونو د کابل د رأیو د بیا شمېرلو پر نوي مېکانیزم هوکړه کړې او له مخې يې د رأیو بیا شمېرل پیل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د انتخاباتو کمېسیون هڅه کوي د دې اوونۍ او راتلونکې اوونۍ تر پایه د نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ يې د ولسي جرګې د کابل ولایت ټولې رأيې باطلې اعلان کړې.
د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني خبریالانو ته وویل چې دغه پرېکړه يې په انتخاباتو د پراخه درغلیو او انتخاباتي جرمونو له امله کړې ده.