د فرانسې په سټراسبورګ کې یوه وسله وال بریدګر درې کسان وژلي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، په سټراسبورګ کې یوه وسله وال بریدګر درې کسان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه پرون شپه په ستراسبورګ کې د کریسمس په یوه بازار کې شوې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاسټنر ویلي چې پولیس د بریدګر په لټه کې دي ځکه له برید وروسته له سیمې تښتیدلی. پولیسو له مخکې د بریدګر د جرمي سابقې په اړه معلومات درلودل.

د کال سلګونه زره سیلانیان د فرانسې په ختیځ کې د ستراسبورګ ښار د کریسمس له بازاره لیدنه کوي.