امیر علي حاجي‌زاده: ایران به د توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي.

د لویدیځو هېوادونو د غندنو سربېره ایران خپله وروستۍ راکټي ازموینه تأیید کړې ده.

د فارس خبري اژانس د ایران د سپاه پاسدران د هوايي ځواک د قوماندان جنرال امیر علي حاجي‌زاده له خولې راپور ورکړی چې "هېواد به یې د توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي."

د حاجي زاده په وینا:

"د امریکا د متحدو ایالتونو عکس‌العمل څرګنده کړه چې دا راکټي ازموینه ورته یوه لویه مسئله ده او د دې هېواد مشران یې غوسه کړي دي."

د راپورونو له مخې ایران د ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د منځني واټن ویشتونکی یو بالسټیک توغندی ازمویلی دی.

د امریکا متحده ایالات چې په روان میلادي کال کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له نړیوال اټمي تړونه ووتل، د ایران له‌خوا د منځني واټن د توغندیو دا ازمویل د ملګرو ملتونو له پریکړه‌لیک څرګند سرغړاوی بللی او له امنیت شورا یې غوښتي چې د ایران دا اقدام وغندي.

خو روسیې د ایران دفاع کړې او ویلي یې دي، ایران د دا ډول توغندیو د ازمویلو حق لري.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډیسمبر په ۱۹ نېټه پر ایران د دې سازمان د پریکړه‌لیک د عملي کېدو په اړه غونډه وکړي.